IQNA

په مصر کې د «حافظانو لخوا په یوه ورځ کې د قران  د ختم» د پلان اجرا

13:29 - August 26, 2025
د خبر لمبر: 3491604
ایکنا - د الازهر پوهنتون د  الازهر د شیخ احمد الطیب، تر څارنې  لاندې، د حافظانو لخوا په یوه ورځ کې د قران ختم ؛ نوښت اجرا کوي.

ایکنانیوز د نیوز روم ویب‌پاڼې له قوله راپور راکوي، د الازهر پوهنتون، چې مشري ئې سلامه جمعة داود کوي، د «حافظانو لخوا په یوه ورځ کې د قران ختم» طرحې د پیل خبر ورکړی، چې د دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو حافظانو ته ځانګړې شوې ده.

دا طرحه د الازهر د شیخ  احمد الطیب، د لارښوونو په چوکاټ کې، د الازهر مرستیال  محمد الضوینی، په ملاتړ او د الازهر موسسو د برخې د مشر شیخ ایمن عبدالغني، په تعقیب سره ترسره کیږي.

دا پلان  محصلینو ته دا فرصت ورکوي چې د حفظ کړي قران کریم تلاوت د الازهر موسسو د برخې د قراني چارو عمومي ادارې څخه د غوره شويو ماهرو حافظانو یوې ډلې لپاره وکړي. دا نوښت د الازهر رسالت د خدای د کتاب خدمت ته پیاوړی کوي او نوي نسلونه له قراني علومو سره د ژمنتیا او د تلاوت د ښه کولو لپاره هڅوي.

دا پیښه د الازهر له قران کریم سره د ژمنتیا، د تلاوت د ثبات او  تلاؤت  لپاره د وسیلې په توګه د قران د ځائيګي د تثبیت او د اوسنيو نسلونو د پخوانیو نسلونو د حفظ او تلاوت علومو سره د نښلولو په چوکاټ کې ترسره کیږي.

له بلې خوا، د مطروح والي، جنرال  خالد شعیب، د الازهر، که مسجد وي که پوهنتون،  د الازهر شیخ ډاکټر احمد الطیب، او د الازهر پوهنتون مشر سلامه جمعة داود، تر مشرۍ لاندې، د مصر د پرمختیائي بهیر په ملاتړ کې د هڅو ستاینه وکړه.

د مطروح والي د الازهر پوهنتون څخه مننه وکړه چې په مطروح  ولایت کې یې  د نجونو لپاره د الازهر پوهنځی پرانیست،  څو د ولایت  د نجونو خدمت وکړي او د سفر بار کم کړي.

هغه همدارنګه د الازهر پوهنتون او د مطروح پوهنتون ترمنځ د علمي او اکاډمیکې  په ملګرتیا او ادغام  خوښي څرګنده کړه، چې موخه ئې د تخصص تبادله او په  مطروح ولایت کې د پوهنتوني تعلیمي سیسټم پرمختګ  سره مرسته کول دي.

د مطروح والي د ټولو هغو هڅو هرکلی وکړ چې د دغه ولایت د  زامنو او لوڼو خدمت او د تعلیمي او څیړنیزو خدمتونو د کچې لوړولو لپاره دي، کوم چې د مصر د ۲۰۳۰ لید په ملاتړ د مطروح ولایت پراخې پرمختیا سره  مرسته کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4301403

captcha